اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د دا??له چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د تحریك لبېك یا رسول ﷺ دھرنې مسئه په س??له ايز ډول هوارولو لپاره د علماء كمېټي جوړه كړې شوې ۔ د علماء او مشائخو غونډه كښې د ګډ??ن نه پس ميډيا سره په خبرو كښې دا??له وزير ووئيل كمېټۍ كښې د ټولو مكتبه فكر نمائندګان شامل كړې شوې چې مشري به ئې پير حسېن الدين كوي۔ ده ووئيل مونږ ټول په دې خبره س??ا شوې يو چې اسلام آباد كښې د دهرنې مسئله مظاهرچيانو سره د خبرو د لارې هوارول پكار ده ٬ پاکستان دا ډول د بدامنۍ زيات وخت متحمل نشي كېدې۔ ده ووئيل غونډې پارلمان څخه د ختم نبوت ﷺ د قانون منظورۍ ستائنه كړې او دا ئې تاريخي ګرځولې۔ د يوې پوښتنې په ځواب احسن اقبال ووئيل حكومت به د مذاكراتي كمېټۍ ټول ممكنه ملاتړ او مرسته كوي٬ هيله لرو چې مظاهرچيان به هم د دې ډول طرز عمل څرګندونه وكړي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په غونډه كښې د علماء او مشائخو اكثريت ګډون كړې خو په نورو ښارونو كښې مېشته ځينې علماﺀ كرامو په غونډه كښې ګډون ونه كړې شو۔ په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزي?? سردار محمد یوسف د غونډې اعلاميه د ميډيا په وړاندې واوروله۔