استنبول ۔ 20 اکتوبر (اے پی پی)وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ترك تجارانو ٬ كاروباري وګړو او لويو كمپنيو ته بلنه وركړې چې هغوي پاكستان ك??ې د معيشت په بېلو څانګو او په خاص توګه د پن برېښنا ٬ كوئلې څخه د برېښنا پېدا كولو ٬ بېنكارۍ او د بنيادي اډانې په پرمختګ كښې سرمايه كاري وكړي۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه د ډي اېټ مشرانو كنفرنس پهمهال د تركيه غېر ملكي اقتصادي اړيكو بورډ سره د ملاقات په مهال وكړه۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان به په بېلو څانګو ك??ې د نورو كمپنيو سرمايه كارۍ ته هركلې ووائي۔ د ټېكسټائل په څانګه كښې شريكې منصوبې هم يو د عمل وړ آپشن دے ولې چې پاكستان د پومبې پېداوار او تربيه شوې افرادي قوت لري۔ ده ووئيل پاكستان كاروبار لپاره پرانستې دې او ستاسو د سرمايه كارۍ قدر كوي۔ د هېواد د معيشت په اړه وزيراعظم ووئيل د 20 کروړ آبادۍ هېواد پاكستان شرح نمو 5 فيصد ده۔ د هنر مند او نيم هنر مند وګړو افرادي قوت موجود دے۔ او پاكستان دسوئيلي آسيا ??ر ټولو زيات آزاد معيشت لري۔ وزيراعظم ووئيل د كال 2013-14ء څخه وروستو د حكومت د كوټلي ګامونونو په نتيجه كښې معاشي پرمختګ او ش??ح نمو زياته شوې۔ كومه چې په كال 2013-14ء كښې 4 فی??د وه هغه 2016-17ء كښې زياتېدو سره 5.28 فی??د ته رسېدلې۔ كومه چې د تېر 10 كالو تر ټولو په لوړه كچه ده۔ وزيراعظم ووئيل 2016-17ء ك??ې د كركيلې څانګې 3.5 فی??د شرح نمو ترلاسه كړې او د خذماتو څانګې شرح نمو 5.8 فيصد پاتې شوې۔ په مالي كال 2013ء ك??ې د محصولاتو وصول?? كښې اضافه 8.7 فی??د وه كومه چې په مالي كال 2016ء ك??ې د جي ډي پي 10.7 ته رسېدلې۔ ده ووئيل 2013ﺀ ك??ې د سركاري څانګې كلن پروګرام پرمختيائي حجم 384 ارب 30 کروړ روپۍ وو كومه چې كال 2017ء كښې 800 ارب روپو ته رسېدلې۔ په دې مهال د تركيه كمپنيو پاكستان ك??ې د كاروبار سازګار چاپېرچل او د سرمايه كار دوست پالېسيو څخه ګټه پورته كولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ وزیراعظم د زرلو انرجی ترکی اعلیٰ انتظامیه سره جلا ملاقات وكړو۔ زرلو انرجي وړاندې څخه قائد اعظم سولر پارك ك??ې د 300 مېګاواټ برېښنا پېدا كولو له سرمايه كاري كوي۔