اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پی پی) د احتساب د قامی بیورو چیئرمېن جسټس جاوید اقبال وئيلي دي چې د هېواد څخه بدعنوانی تر هغه وخت نه شي ختميدې تر څو چې د نيب افسران خپل فرائض په ښه ډول ترسره نه كړي، د نیب عزت بحالولو له به ’’احتساب د ټولو ‘‘ په اصول عمل کول وي، ما ټول ژوند د قانون او انصاف له مخې پريكړې كړې دي، د چا څخه مې ډکټېشن نه دې اخستې او نه به واخلم۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نیب هيډ کوارټرز او د پينډۍ د نيب افسرانو ته د خپلې چوكۍ چارج سنبالولو نه پس خپل خطاب کښې وكړه۔ ده ??وئيل د نیب عزت بحالولو له به’’احتساب د ټولو ‘‘ په اصولو عمل کولې شي او پلټنې به د كلونو په ځائ اوس د قان??ن له مخې په ټاكل شوي وخت كښې كولې شي۔ ده ??وئيل ما ټول ژوند د قانون او انصاف له مخې پريكړې كړي او نه مې د چا څخه ډکټېشن اخستې او نه به واخلم۔ ده ??وئيل د نیب افسران/اهل??ار دې خپل كار په زړه پورې او د كوم فشار نه غير ترسرسه كړي ځكه چې زمونږ تعلق د هېواد څخه د بدعنوانۍ ختمولو له د ??ار كونكې اعلیٰ ادارې دے د كومې څخه چې اولس هيلې لري۔ ده ??وئيل د نیب كوم افسران/اهل??ار چې د خپلې چوكۍ غلط استعمال کوي د هغوي ځائ په نیب كښې نشته۔ ده ??وئيل زه به په ذاتي توګه د ټولو افسرانو/اهلکارو د کارکردګۍ څارنه كوم او په يو څو ورځو كښې به په کارکردګۍ كښې ښكاره بدلون په نظر راشي۔ ده د نيب افسرانو/اهلکارو ته سپارښتنه وكړه چې په ښه ډول خپل كردار ترسره كړي دغسې چې د هېواد څخه د بدعنوانۍ ناسور ختم شي