اسلام آباد 25 اګست (اے پی پی) اولس مشر ممنون ح??ېن وئېلي دي چې د ګلګت بلتستان ښائسته منطقه د نړۍ د قديم او د لويو تهذيبونو په مينځ كښې پرته ده٬پھ قراقرم پوهنتون كښې د سي پیك او د دې نورو اړوند پروژو څخه بشپړه استفا??ه كولو لپاره د سي پېك سل جوړول مهم پرمختګ دې٬د پروژې په نتيجه كښې به نه يوازې ا??تصادي انقلاب راشي بلكې ځوانانو لپاره به د روزګار او تعليم نوې لارې هم پرانستلې شي۔ده دا خبرې د جمعې پھ ورځ د قراقرم نړيوال پوهنتون اتم كانو كېشن ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔اولس مشر ووئيل چې پوهنتون او په خاص توګه ياد شوې سېل دې د دې موقعو څخه استفاده وكړي او نړيوالو رابطو ته دې وده وركړي۔اولس مشر هيله څرګن??ه كړه چې قراقرم پوهنتون به په دې څانګه كښې د قدر وړ خذمات ترسره كړي۔اولس مشر هيله څرګن??ه كړه چې كه دې سېل د لوې علمي كار د لارې د سي پیك سټډيز موثره كولو او جامع جوړولو لپاره څه كورسونه او مضامين معرفي كړی شي نو د دې ګټھ به يوازې تر دې پوهنتون محدود پاتې نه شي۔د قراقرم پوهنتون ذمه واران دې په دې لړ كښې د اوسنه منصوبه جوړول پېل كړي۔اولس مشر د پوهنتون انتظاميې ته هدايت وكړو چې هغه دې د سي پېك سيل د چارو او تر بحث لاندې د راتلونكو چارو څخه نيغ په نيغه خبر وساتلې شي چې دغسې زه هم خپلې رائے وركړې شم۔اولس مشر په قراقرم پوهنتون كښې د نوې ژبو د تعليم څانګې په جوړولو د خوشحالۍ څرګندونه وكړه۔ده ووئيل چې په ژبو تعليم او تحقيق كول كوم معمولي كار نه دې۔اولس مشر هيله څرګن??ه كړه چې دا څانګه به هم په ښه ډول خذمات ترسره كړې شي۔ده ووئيل چې د اردو پشان لويه ژبه هم د داسې تجربو څخه په وجود كښې راغلې وه۔په دې موقع اولس مشر د قراقرم پوهنتون د فيكلټي آف ايجوكېشن د نوې ودانۍ د بنياد تېګه هم كېښوده۔اولس مشر ځانګړی پوزيشن ترلاسه كونكو ز??ه كونكو ته سندونه او اعزازات هم وركړل۔ده فارغ التحصيل ز??ه كونكو ته مباركي هم وركړه