اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وئيلي دي چې امريكا د پاكستان قربانې نظر انداز كوي٬ اسيا دې د خپل قسمت پرېكړه په خپله وكړي٬ ګني تاريخ به ئې ونه بخښي٬ په منطقه كښې د اسرائيل٬ امريكې او هند نوې اتحاد جوړېږي٬ سپر پاور د مېنځني ختيز د توان په ذخيرو كنټرول غواړي٬ د امريكې په دستاوېزاتو كښې روسيه٬ چين٬ اېران٬ شمالي كوريا او ??هاديان چېلنج او چين او ??وسيه د ه??وا?? سلامتيا لپاره خطر ګرځول شوي دي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې د شپږو سيمه ايزو ه??وا??ونو د سپيكرانو وړومبي كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع اولس مشر ممنون حسېن٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق٬ د روسيې٬ چين٬ اېران٬ تركيې او ?? افغانستان پارلماني سپيكران او پلاوي ٬ د پارلمان غړي٬ سفارتكار او نور چارواكي هم موجود وو۔ ميا رضا ربابي ووئيل چې د امريكې په دستاوېزاتو كښې روسيه٬ چين٬ اېران٬ شمالي كوريا او ??هاديان چېلنج او چين او ??وسيه د ه??وا?? سلامتيا او ??وشحالې لپاره خطر ګرځول شوي دي۔ سپر پاور وسله د ګټې ذريعه ګرځولې٬ هغه د مېنځني ختيز د تېلو په ذخيرو مكمل كنټرول غواړي٬ دغسې سي پېك او ون روډ ون بې??ټ پروژه ځينې طاقتونو لپاره خطر ګرځېدلې۔ رضا رباني ووئېل شپږو ه??وا??ونو ته خپل تاريخ ته د پام كولو ضرورت دے٬ د دې ه??وا??ونو ترمېنځه اتحاد د وخت ضرورت دے۔ ده ووئيل چې د ون روډ ون بې??ټ پروژې څخه به پاكستان ته په جفرافيائي لحاظ ډېره ګټه ورسي٬ ??ون?? ته د ترهګرې٬ انتهاخوښې او ?? فرقه بندې نه د بچ كېدو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې ??ون?? زده كړه ونه كړه نو تاريخ به ??ون?? ونه بخښي۔ ده ووئيل چې ??ون?? ته د اسيا په وسيلو كنټرول كول دي٬ خپل مشران راوړاندې كول دي او ?? خپ اولس بهترې لپاره وړاندې تلل دي۔ ده ووئيل چې دا كنفرنس په سيمه ايزه او نړيواله كچه ډېر مهم دے۔ ملګري ملتونه پرله پسې د كشميريانو د خپلواكې د حق نه انكاري دي٬ ??ون?? چې په كومه نړۍ كښې اوسو٬ حالات ئې ډېره په تندې سره بدلېږي۔ ده ووئيل چې ډونلډ ټرمپ د خپلې افغان پالېسې اعلان وكړو د كومې چې درې بنيادي نكات دي٬ هغه په افغانستان كښې خپلې ناكامې په پاكستان وراچول غواړي٬ هغې د پاكستان قربانې هېرې كړې دي٬ ??ون?? ته نړې ته دا باور وركول دي چې پاكستان يو خپلواكه هېو اد دے٬ د چا نوې آبادي نه ده۔ د مېنځني ختيز په اړه د امريكې پاليسي د اسلامي ه??وا??ونو د عدم استحكام پاليسي ده۔ د امريكې لخوا يروشلم﴿ مقبوضه بيت المقدس﴾ د اسرائيل پلازمينه ګرځول سخته غلطي ده٬ خو د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې كښې د 120 نه زياتو ه??وا??ونو د امريكې پرېكړه ردولو سره پوخ ځواب وركړے۔ ده ووئيل چې پاكستان ګاونډي ه??وا??ونو سره د دوستې په اړيكو او ??وله باور لري خو بايد دا اړيكې د اصولو په بنياد وي۔ ده ووئيل چې كه هند د برابرې په بنياد خبرو ته راضي وي نو ??ون?? به ئې هركلې وكړو۔